|
|
|
|
زړه ته مې راغله خوپه زړه کې مې قراره نه شوه ارزویې مینه وه خوپاته تراقراره نه شوه ټول حسرتونه دسبا په نامو وغولول خودا ايساره په محفل کې تر سهاره نه شوه راغله یوڅوګړۍدمه شوه بیرته وکوچیده دسحرپرخه وه دګل زړه کې ایساره نه شوه نمجنې سترګې یې نمجنې مرګ ته وسپارلې دارمان اوښکه یې راکوزه تررخساره نه شوه دځوانۍ باریې په وږودلحدزړه ته یو وړ لمبه دحسن یې راجګه له مزاره نه شوه غضري څوځل مې دسترګوپړۍخلاصې کړلې دمرګ څپیړې ویده کړیې وه بیداره نه شوه
|
|
|
|