زړه نیشه
څومره چه زړیږمه مستیږمه
هسی چه زاړه شراب مستی راوړی

ماته دا زړه مینه لذت لری
داسی چه په ژوند کی می خوښی راوړی

ستا په خوږ نظر باندی نیشه یمه
فکر می بدل کړی او هستی راوړی

وخانده نظر ته کرشمه وکړه
مینه ، ناز ، ادا دی خوشحالی راوړی

سر می د مړونده لری نکړی یار
دا خوبونه بیا راته ځوانی راوړی

هومره د سعید په زړه کی ځای لری
دا کورګی خراب نکړی نیستی راوړی

-------------------------------------
نجم الدین سعیدی
۲۰۰۷ کال مهاجرت