|
دزړه
حجره
زړه ته ! ویل مې په کوڅه به یې نور نه ورځمه
اوس به نور څه کړم چې یې کور زموږ کوځې ته راغی
زړه مې غوښتل چې ځان ترې پټ کړي د سینې په کورکې
سرمې دزړه شو اوس نږدې نږدې نږدې ته راغی
چې دکلوکلو راتګ ته مې یې شیبې شمیرلې
پردیس جانان مې له کلو وروسته دیرې ته راغی
چې مې خندا یې یادیدله سپیلنی وم پسې
له خندا ډکه خوله یې راکړه او سینې ته راغی
نومې لاسونه ترې چاپیر کړل لږ مې کیکاږله
دزنې خال یې په زارو شو چې مې خولې ته راغی
غاړه غړی چې شوم په خوند ددنیا وپوهیدم
ژوند مې ټول خوند شو بس دغه یوې شیبې ته راغی
یو څو شیبې مو دیو بل په غیږ کې تیرې کړلې
حلیمی اوس پوه شو چې یار دزړه حجرې ته راغی
|