زما ښكلى وطن

دا چي تور سوى يي ويني
په هر لور يي جاري ويني
دي كيسي پكي د ميني
غوڅوي دزړونو سپيني
سوى اور كي يي چمن دى
كه ريحان او كه سمن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

په ژړا يي يتيمان دې
مظلومان او غريبان دې
كه يي پيغلې كه ځوانان دې
زمري د كوهستان دې
توفان وړى يي چمن دى
كه شب بو كه نسترن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

بلبلان يي مهاجر دي
پريشان ټول په خاطر دي
كه حاضر كه غير حاضر دي
دوطن په حال ناظر دي
هر وګړى يي پتمن دى
كه شتمن كه نا شتمن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

په اور سوى يي كابل دى
د نړۍ د اوربل ګل دى
زما اور بل په ګوګل دى
دا مي سوى نصيب خپل دى
هر افغان ته روح او تن دى
هم يي ځان هم يي بدن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

هره تيږه يي طلا ده
دښمنانو ته بلا ده
كلمه يي لاالله ده
محمد رسوالله ده
يرغلګرو ته مدفن دى
په ايرو كي پټ خوږلن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى