|
  
زړګيه
څومره بيباكه بي پروا يي او زما زړګيه
ديار په مينه كي رسوا يي نو زما زړګيه
وسركو شونډو په سرو يي بي ادبه ګرځي
څومره بي شرمه بي حيا يي او زما زړګيه
كله د سترګو د بڼو كله د زلفو په ښاخ
ته شاپرك او كه بورا يي او زما زړګيه
كله صوفي شي، كله رند او كله غل د حسن
هيڅ نه پوهيږم څه بلا يي او زما زړګيه
لكه انار دزړه په وينو كي يي ولړلي
ته لا تقدير ته په خندا يي او زما زړګيه
تل په فضا د محبت كي پروازونه كوي
دا ته شاهين او كه عنقا يي او زما زړګيه
كه پټ له ما نه زما ښكى يار په غيږ كي نيسي
په سل كتابه ناروا يي او زما زړګيه
خنجر به ستا په وينو سور كړم كه يار وويلي
چي په يارۍ كي بي وفا يي او زما زړګيه
لكه لاله ورته خنديږه چي يار زخم وهي
چيرته مين كه په رښتيا يي او زما زړګيه
چي ميكده كي خوشي نه كړي د ساقي لمنه
كه جام ته تږى د مينا يي او زما زړګيه
   |