زړښــت

ځما هلته ژوندون ګران دی ، چې ښایست او ښکلا نشـته
چـې ښــایست رانــه وانخـلې، په زړښت مې پروا نشته

د زړښـت دا بـد عـادت دی، چـې ښـایسـته بـــدرنګــوي
د بـدرنګو په محفل کې ، زړه راښکوونکې مسکا نـشته

ګــرمــوي مه همـځـولـو، چې مـیـــن یــمه پــه ښــکـــلـــــو
مـحــبــت مـیـــنـه د ښـکـلـــو ســـره ، ګـــوره د چـــا نـشـته

په ځوانـۍ کې شـوه استاده د ښکلا په پـوهـنـــتون کې
پـدې هر څوک ښه خبر دی، حاجـت نور دویـــنـا نــشــته

نیمه شپه مالت ته راغـله ځه چـــې مــــخـــې تــــه وروزو
هسک کې سـتوري راختلې ، نو ډیـوې ته اړتــیا نشته