د بختیار ځدراڼ ژوند لیک


دبختیار ځدران ژوند لیک : بختیارځدران د حاجي رحیم ګل کره په کال ۱۹۷۸ کښې په اا لسم د می د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په ورجانه کلي کې چې د اورګون په
دیارلس کلو مترۍ کې موقعیت لري زیږدلی دی او د افغانستا ن د سترې تراژيدۍ(غمیزي)همزولئ دی په کال۱۹۷۹کې يې د غمیزي له پیل سره پاکستان ته هجرت کړی .لومړۍ زده کړې يې د مانسرې دبریړي د پنډعالي په متوسطه ښونځي کې ترسره کړي.
د نهم او لسم زده کړې يې د مانسرې په هایې سکول نمبر ۳ کې بشپړې کړې . د بي ،اې د بري لیک يې له پوسټ ګریجویټ کالج مانسرې نه تر لاسه کړ ئ.له تیرو نهو کالو راهسې په سعودي عرب تبوک کې شپي او ورځي سبا کوي د کالج له دورې نه د شعر مینه وال دی لومړئ شعر يې  د پښتو تر عنوان لاندې ليکلی    د کالج په دری میا شتنۍ مجلې کوهسار کې چاپ شوی . د مورنۍ ژبې ترڅنګ په دري،اردو،عربي او انګلیسي ژبو لیکل اولوستل کولای شي. دڅار او فکر تر عنوان لاندې شعری ټولګه يې چاپ ته تیاره ده   . ښاغلی بختيار ځدران د شعر سره په څنګ کې نثري ليکنې ،لکه ادبې ليکنې ، لينډې کيسې هم ليکي.
پای

مرورجانان فکر
نــــــــوم دميـــــــــنې  له ژوند اومينې
خوږه یــــادونــــــه

نه مې هریږي

پـــه دې خــــلاف يو

څلوریزې