یوسه

باده چه تلی ځما سلام ځما اشنا ته یوسه
ځما دوعا دکابل غیږ کی شهدا ته یوسه

رامبیل، چمبیل دنارنج ګل ترننګرهاره پوری
هلته شمال کی د انګور د تاکو خواته یوسه

ویسه مزار، بلخ یا بخدی دا د ښارونو مورته
بیا قندهارکی میرویس خان او احمد شاه ته یوسه

یوسه پیغام می په هرات کی د انصار قبر ته
دغزنی زړه کی غزنویانو کور زادګاه ته یوسه

بیا د کندز، بغلان ښارونواو امو ګوګل ته
د بدخشان د سرو لعلونو مخزن ګاه ته یوسه

جنوبی خوست او د پکتیا دا توریالی ځلمو ته
دا د شملو او دمیړانی پښتونخوا ته یوسه

وایه سلام بیا د لغمان ، کنړ ،تکاب ساپو ته
پیر روښان دروښانیانو ستر بابا ته یوسه

ورته یی ورکه د سعید دمینی ډکه نامه
د ورورولی هیلی می کوزی پښتونخوا له یوسه
-----------------------------------------------------
نجم الدین سعیدی
۱۸ / ۵ / ۰۷