|
زه
چې هوښيار شومه کم عقل شومه

زه چې هوښيار شومه نو پوه
شوم چې کم عقل شومه
اوس راته لار ښایی ملګرو! ځان ته قهر راځي
دې هوښيار توپ له سړيتوب ځنې ويستلی يمه
زهرو نه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي
زه یې د سپين مړوند له خوب ځنې ويستلی يمه
ځکه زړګي کې مې دې هر انسان ته قهر راځي

زه لا وړو کی په نيکۍ او بدۍ ښه پوهېدم
په خپله ټګ ومه د بل په ټګۍ ښه پوهېدم
د څو بېوسو ځورولو راته خوند نه را کو
که نه د کلي په مشرۍ , ملکۍ ښه پوهېدم
لکه د پاڼې به ګلانو ښکلو غېږ کې نيوم
زه خوله په خوله ور سره غاړه غړۍ ښه پوهېدم
اوس ټولې زمکې اودې ټول اسمان ته قهر راځي
زهرو نه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي

لاړم سندورته،ټپوته،يکه زار
ته شومه
هلته مې هم ليده ،چي ظلم حاکم زور حاکم و
لکه پښتون کنخا مې ډيرې وکړې دار ته شومه
په ډيرو ښکلو غنم رنګو باندې تور حاکم و
راباندې ښې لګيدې سرو شنډو ديار ته شومه
اوس چې ملت ور سره نه يې افغان ته قهر راځي
زهرونه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي

خدايګو زمونږ د بازارونو
عجيبه خلک دي
د هر چا ډول سره ګډېږي مستانه خلک دي
زموږ د خلکو په خبرو يې سر نه خلاصېده
دا چا ويل چې مو د غرونو جانانه خلک دي
زما د ګل وطن کوڅه کوڅه له خرو ډکه ده
دا د سړي زامن پکې دانه دانه خلک دي
دځينو ځينو پښتنو ايمان ته قهر راځي
زهرونه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي

|