|
  
ويجاړه
مينه
ستا د هجر په غمو كي نسكور پروت يم
سرو شغلو وهلى سكور يم په اور پروت يم
پيش له دي نه مي سرويږدى ستا زنګون و
اوس دخپلو اميدونو په ګور پروت يم
چي په سترګو مي ليده شغلو تالا كړه
دهغي بربادي ميني په لور پروت يم
د ګردون پرستاران را نه بيزار شول
زه بي شرمه بي حيا يم په زور پروت يم
نه خندا شته، نه ښكلا شته، نه موسكا شته
په غوغا، په واويلا او په سور پروت يم
نه مي خونه، نه مي ور او نه ديوال شته
خوار مجنون ستا ديادونو په كور پروت يم
   |