دوطن پيغلي

دوطن پيغلي د تاريخ له ناكردو سره يي
لكه بيوزله پروانه، له سرو لمبو سره يي

ستا له ول ول زلفو نه جار شم اي بيوزلي جلۍ
دي ښرمخانو له وحشي، وحشي حملو سره يي

زړګى مي غواړي چي دي اوښكي له ليمو پاكي كړم
خو ته مظلومه له درنو، درنو كړو سره يي

څوك دي په سر كوي وارونه، څوك د پښي ماتوي
بيوزله پيغلي، له دردناكو پرهرو سره يي

د نړۍ پيغلي له مستيو ډك سازونه اوري
ته له زړه ښكونكو آوازونو او نغمو سره يي

ته هغه گل يي چي خندا يي وي په شونډو وچه
تنكي سپرلي كي له سړو، سړو بادو سره يي

څوك دي د اور په لمبو سوزي، څوك دي سر غوڅوي
دي قربانۍ د ګډ په شاني له چړو سره يي

دي نړۍ غم او آفتونه ستا په سر اوريږي
څه له وير ډكو اسويلو، سړو سلګو سره يي

گوندي تاريخ دي اوښكي وچي كا او غږ دي واوري
الله خبر دى چي له سوز ډكو زګيروو سره يي