ولي؟

ولي اورونو كي سوځيژي، نه پوهيژم، ولي
ولي سرو وينو كي لمبيژي، نه پوهيژم، ولي

خوله به دي ډكه له خندا وه، غم دي زړه كي نه و
دا اوس په سرو سترګو ژړيژي، نه پوهيژم، ولي

هيڅ نه پوهيژم چي له ما نه ته خفه ولي شوي
را سره هيڅ نه په خلا كيژي، نه پوهيژم، ولي

د نفاق تبه دي په جود او په وجود كي نه وه
اوس له دي تبي نه رغيًٰژي نه پوهيژم، ولي

رقيبه ته دومره بي رحمه او ظالم ولي يي
په مرګ د ځوان يي خوشاليژي نه پوهيژم، ولي

د خلكو ميني د يو شاني كړي له خاورو سره
خوني سيلابه لا بهيږي، نه پوهيږم، ولي

تا سره ګلونه د ګلبڼ ټول په بيديا بدل كړل
توفاني باده لا چليږي، نه پوهيږم، ولي

د نړۍ خلك شول روان د آسمان په لوري
زګيرويه ته نه بيداريږي، نه پوهيږم، ولي|