مینې
ګل آغا احمدي وردګ

دا ته یې چې بایللي او مین زړونه د عاشقۍ په رنګین، ورښمین او خواږه تار سره تړې او د ښایستونو په جامه کې پوښلي شیرین پیغامونه د وړانګو په پوسته او د عطرو په مستۍ کې یوه خوا او بله خوا لیږې.

دا ته یې چې د زړونو په کروندو کې د نوو ګلونو تخمونه شیندې، د سپیدو د آسمان تازه پرخې پرې اوروې او بیا هغه پرخې او ډنډونه د سهار د وړانګو د څرک د هغو تږو پلوشو په سرو شونډو یو غوړپ کوې چې د عشق له آسمان څخه پرې را ښکته شوي دي.

دا ته یې چې د هسک آفق په سپین او پراخ ډګر کې د تورتم بلاوې یوه پر بله پسې د عدم کندو ته سپارې او د زرینو ښایستونو د وړانګو لاره د خپلو پلوشو په نازکو لښتو باندې جارو کوې. هلته د خپلې ښکلا لپاره د لمر د وړانګو له زرینو پلوشو څخه کور جوړوې او د خپل مین انسان د خوښیو نرم پالنګ پرې د ناز په کرشمو هواروې.

دا ته یې چې د بڼ د ګلونو ټولې ښکلاوې دې د خپلو بې شمیره زرینو وږمو په پاڼو کې رانغښتې او د مین انسان د لیمو مخې ته یې ګردې تاووې. کله کله خو د وصال د باران څاڅکي د ښکلاوو د پالونکیو لیمو په تږو ورشو باندې راسم او هغه نیالګي پرې خړوب شي چې د عشق په ویالو باندې یې نوې تاندې زرغونې کړې دي.
هو! ستا د ښکلاوو نسیم پرې داسې نڅیږي چې د څانګو غوټۍ یې یوې او بلې خواته د مستۍ ټالونه خوري.

مینې دا ته یې چې ژوند ته دې ښکلا ورکړې، انسانانو ته دې د خپل ښایست جادوګر درویزګر د ښایستونو د ښار په هره کوڅه کې درولي او د ځیګر د هیلو درویزه کوي. نو څه به وشي چې مینو زړونو ته د رحم او شفقت په جامونو کې د وصال شربت ورکړې؟