|
|
|
|
تاريخ مې مه ســــــــوځـــــوه محمدامين بســــــــمل !دنړۍ پرمخ مېشتو وياړلواوسرلوړوافغانانو لكه څومره چي موږافغانان په خپل ټول ژوند ډېرزيات كړېدلي ېوهمــدومره مودخپل كړاو په بيه تاريخي وياړونه هم گټلي دي چي ساتنه يې .پرهرافغان فرض گڼله كېږي موږتاريخي ابـدات،اثــاراووياړونه لروموږاوزموږنيكـونونه تنها چي دجگړوډگــرونه له غليم څخه گټلي بلكې د خـپل وياړلي تاريخ د ثبــــوت لپاره موځاى پرځاى تاريخي څـلي اواثــارهـم راته درولـي دي چـي فعـلاٌ له نورو ټولوڅخه راتېرېږم راځم زموږ دشـاواوخوا۳۵۰۰ كلـونو دوياړلي هلمــند دبســـت تاريخي كلاته چي !له بده مرغه وروستۍ سلگۍ وهي هو هره لويشت مې دنيكه اوباباگوردى***پرهردم باندې لحــد اوكفــن زمادى هرغاټول يې زماله وينورنگ اخيستى***داپه وينوروزل شــوى چمـــن زمادى دابيادچــاله لاســه ؟ چاچي دباميانوتاريخي بتان ونړول دبســت دتاريخي كلاپه نړولـوكې هم دي ورته څـېرو كرغېړن لاسونه وينم همــدا رازدې ته ورته مـثال كه دښــوونې اوروزنې وزارت په چاپ شوو كتابونوكي تاسو ته راوړم چي هـلته له اشعاروڅخه دسـترخــوشال خان اورحمان بابا نومونه غليم غلا كړي دي اوس يې نوستاسو په اند توپيرڅه دى؟ څه دتاريخي هلمندله ټـنډې څخه دتاريخي تاج د(بسـت كلا)ورانول څه دباميانوبتان اوڅه له كتابونوڅخه دسترخوشال خان، رحمان بابااونورواتلونيكونودځلاندونومونوغلا كول؟ همــدا زموږتاريخي ثبوت اووياړونه دي موږخونــړيــوالو ته دپورتنيو وياړونوپه مرسته خپل هـويت او همـت ورښيوپه همــدې او دې ته ورته وياړونوباندې هرډول تيرى دافغــان ولـس په حق كې سترجنايت بولم نن ورځ كه بمونه، مايـنونه، راكټـونه اونورې ډول ډول وسلې له يوې خوازموږ ژوندي موجودات راڅخه اخلي ،كلي او بانډي،پلونه او لويې لاري مو ورانوي خوله بلي خوا بلدوزرونوهم زموږ دتاريخي څلواو نښانوپه نړولو بريدوكړچي زغم يې تاريخي جفا گڼم ځكه خودالمان له بايرن ايالت څخه دپرديسـو افغانانوپه استازيتوب دنړۍ په گوټ گوټ كې په تاسوبا احساسه اوهيواددوستوافغـــانانوغږكوم چي هره وسيله چي په لاس درځي داكه ردايو وي كه نوري خبري رسينۍ مقـصد صرفه ونه كړى د اطــلاعات او كـــولتـــوروزارت اونوردولتـــي چارواكي دې ته اړباسـئ چي كه جوړوي يې نه نوراته ورانوي خــودې نه راځئ چي په خپل يوالي سره دخپل پلاراونيكه وياړلى تاريخ په ميړانه سره راتلونكي نسل ته په پوره ډول ژوندى وسپاروپه پاى كې مو دپياوړي شاعــرښاغلي جمال خوږمن ځاځي په دې شعر نازوم. مونږ ه خوداسي استقلال ځان لره نه غوښتو چي دتاريخ پت مو له قندهار او له هلمنده ووزي ،زه بيا وايم چي دخپلــواكۍ سندري خوندكا چي خپلــواك اوسېږې داڅه ژوندون دى چي وگړي دې له ژونده ووزي |
|
|
|