ترقي ده کنه؟

بانكي او دولتي حسابونه مو اوس د افغانۍ پر ځاى په ډالرو حسابېږي، ترقي ده كنه!

د جلال اباد د هوټلونو نه سېنما ګانې جوړې شوي، ترقي ده كنه!

د تورخم – جلال اباد سړك ته د لټانو لوى كمپنۍ راغله، تر څو د خوبونو ارمانونه پوره كړي، ترقي ده كنه!

كه هندوانو يو تېرې نام لاره موږ يې په مقابل كې په لكونو وړاندې كړل، ترقي ده كنه!

د مجلو او كتابونو د مخونو څخه مو د هندي سېنما پوسټ كارډونه جوړل شول، ترقي ده كنه!

د افغاني موسيقۍ پر ځاى مو ځوانانو هندي او غربي موسيقۍ ته مخه كړېده، ترقي ده كنه!

كابلۍ نجونو وطنۍ جامې لرې كړې لنډ كميسونه او تنګ پرتوګونه يې واغوستل او پړوني سره يې مخه ښه وكړه، ترقي ده كنه!

د محلي لوبو پر ځاى مېلمنه لوبه كركټ د هېواد كور بنه شوه، ترقي ده كنه!

د غلو په منځ كې نظم رامنځته شو په پوځي لباس او درېشۍ كې يې غلاوو ته ملا وتړله، ترقي ده كنه!

د تېلو په ډبي باندې هم كانديدانوخپل مبارك عكسونه ولګول، ترقي ده كنه!

افغاني نجونو په خارج كې د فوټبال سيالي وګټله، ترقي ده كنه!

ښاخۍ مجله رنګينه شوه او قيمت يې لوړ شو، ترقي ده كنه