|
|
|
|
تكړه شه بچيه! قاچاقبره! تكړه شه بچيه، پايڅې رابډوهه د ټولو نشه يانو دعاګانې درپسې دي. رشوت خوره! تكړه شه بچيه، دا راټولې كړې خو دې تر كړوسيو پورې بس دى، د كوديو او پرديو فكر كې اوسه. غله! تكړه شه بچيه، يوازې ته نه يې د ړندو ښار دى ملګري دې ښه ډېر دي خو څوك يې نه ويني. وطن ويجاړونكيه! تكړه شه بچيه، ښه پرېمانه باداران لرې چې په شا دې وډبوي. دهشتګره! تكړه شه بچيه، هغه د پوښتنې والا دې اوس په بل څه اخته دي چې دا وطن درنه ابادۍ ته نژدې نه شي. وطن خرڅوونكيه! تكړه شه بچيه! همدغه ورځې، شپې دې دي د تجارت بازار دې ښه ګرم دى چې په چا صرفه ونه كړې. د NGO رئيسه! تكړه شه بچيه، چې بل څوك درنه په ښار كې ښايسته بنګلې او كورونه جوړ نه كړي، د حكومت بېخ خودې هسې هم ويستلى
|
|
|
|