ستا سره ځم

چيرته چي ته ځي آشنا ستا سره ځم
تل سته له څنګه ستا له خوا سره ځم

نور دي دنيا په خلكو كار نه لرم
لكه مجنون خپلي ليلا سره ځم

عالمه څومره بختور يمه زه
تل لكه سيورى له آشنا سره ځم

شعار مي عشق دخپل جانان دى، خلكو
دمرګ ميدان ته له خندا سره ځم

مګر هيڅكله به مړ نه شمه زه
څو چي دنيا وي له دنيا سره ځم

څوك په براق آسمانونو ته ځي
زه ليونى تل له سودا سره ځم

ذاهده ته كه له تسبيح سره ځي
جنت ته زه به له مينا سره ځم

دشپي په زړه كي سپيده غوندي يم
له سرو ګلونو دصحرا سره ځم

بيله ريا حضور ديار ته ځمه
نه يم ذاهد چي له ريا سره ځم

جانان دشپي داسي وعده راكړله
زګيرويه ستا، زګيرويه ستا سره ځم