ستا په نوم

ستا په نوم به د فلك بامونه رنګ كړم
د تقدير په ملايكو به ژوند تنګ كړم
بيا به كښينم مفتخر په ميخانه كي
جام دميو ستا دميني به تر څنګ كړم
كه څوك وايي محبت خطاكاري ده
مجاهد يمه اعلان ورته د جنګ كړم
ننګ و نام، دين او ايمان مي واړه وركړل
اوس به خود د محبت په نامه ننګ كړم
عبادت معبود ته هلته په اخلاص كړم
چي مينا پورته په سر ځان شوخ او شنګ كړم
ستا د مخ په ډيوه دومره ګرفتار يم
چي په اور كي تقليدونه د پتنګ كړم
پټ، پټ ژاړم خو زګيروي په شان دچنګ كړم