|
  
ستا په مينه كي
ستا په مينه كي مجنون د كوهسار شوم
د غفلت له خوبه پاڅيدم بيدار شوم
د تقوي شړۍ مي پريښوده ذاهد ته
له سر مستو ميخوارانو سره يار شوم
چي زنار مي دي رندۍ له غاړي تاو كا
د شيخانو له تسبيحو نه بيزار شوم
د دنيا نعمت مي شيخ لره هديه كا
ددنيا له صنعتګره سره يار شوم
ځنځيرونه د خزان مي واړه مات كړل
د ګلبڼ سره ملګرى شوم بهار شوم
توره شپه د نادانۍ كي بنديوان وم
ساقي جام د ميو را كړ سپين سهار شوم
پيش له دي چي ليونى شم هوښيار نه وم
په جامه د ليونيو كي هو ښيار شوم
   |