ستا په عشق كي

ستا په عشق كي افسانه يم، افسانه يم
خلك وايي ديوانه يم، ديوانه يم

ستۍ كيږم، پورته كيږم، بيرته لويږم
ستا دمخ د بلي شمي پروانه يم، پروانه يم

ګوښه ګرځم، ګوښه ښورم، ګوښه خوځم
ددنيا له ټولو خلكو بيګانه يم، بيګانه يم

هم سرود وايم، هم ساز كړم، هم كړيږم
زه هم چنګ يم، هم رباب، هم چغانه يم

نه مي نوم، نه مي نښان شته، نه مي كلى
بي نامه او بي نښانه، نښانه يم

ويران زړه، ويرانه مېنه، ويران تن يم
خو په اصل كي زه ګنج په ويرانه يم

جدايي زما له شرابو كله كيږي
هم ساغر، هم صراحي، هم پيمانه يم

سوي زړونه مي په قدر ښه پوهيږي
زه دشپو په زړه كي سوي ترانه يم

په لاس نه درځم زګيرويه خواري مه كړه
زه هم خواب يم، هم سراب، هم بهانه يم