ستا ښايست

ستا ښايست له خوبه ويښ زما ادراك كا
شوخو سترګو دي تړلى ګريوان چاك كا

كه احسان ستا د الفت نه دى نو څه دى
دا موزون حركتونه چي افلاك كا

ستا قدرت مي كله ګل غوندي خندان كړي
كله پاڼي زما وچي تن مي خاك كا

سر به پورته له سجدي د ميني نه كړم
كه مي دا مينه هزار ځله هلاك كا

ګناهونه مي كه غر شي باك مي نشته
ستا عطا به ګناهونه زما پاك كا

په هنر باندي كودى په هركت كړي
خدايږو څه عجيب جادو ياره ستا واك كا

ګنړه راز ستا د خلقت باندي آګاه دى
خوځښتونه چي دا باد چالاك چالاك كا

د پتنګ تر غوږو ستا غږ رسيدلى
طوافونه چي په اور داسي بيباك كا