|

بيا مې له زړه نه چا پيوند پورته کړ
خوند يې ترې واخيست ، ښه يې په خوند پورته
کړ
اور د جفا دې وسول زما خوبونه
تا چې له سره مې مړوند پورته کړ
خدايه له هغو نه خوښۍ واخلې
چا چې له مونږ نه هوسا ژوند پورته کړ
دوي هم د ظلم کرونده کرلې
ورته يې زمونږ له وينو بند پورته کړ
سودا مې تا سره د زړه کوله
جفا دې زما سر له دې آند پورته کړ
بيا به يې نه پريږدي د زړه په ځمکه
( لونګ ) پخپل جانان سوګند پورته کړ

|