|
سیالی
نکوم سیالی زه د هیچا سره
خوښ یم فقیری کی د لیلا سره
داسی ژوند به ښه وی چه خوښی اوسی
نه چه جنجالونه دهر چا سره
یار می چه وی خوښ په تش پزی باندی
دا ژوند مزه کړی دلربا سره
خیر که دا نور زر لری هستی لری
نه لری یوه خوله د خندا سره
مزه ای سعیده د فکرو په ټال
ښه ده غریبی د خوږ اشنا سره
-----------------------------------------
نجم الدین سعیدی
کال ۲۰۰۷ مهاجرت
|