پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

څپې څپې خبرې

د ژوند د ورکې فلسفې غوندې خوږې خبرې
وکړې جانان په لنډه ساه وړې وړې خبرې

نن يې پر شونډو باندې وېره دغماز خوره وه
پټې يې وکړلې د سترگو اينې خبرې

زما پر  زړه دې رپ د سترگو دومره دروند پريوځي
لکه چې كلي كې مشران کوي پخې خبرې

دلمر له وړانگو نه شرمېږي چې رسوا يې نه کړي
 سپوږمۍ او ستوري کړي يو بل سره د شپې خبرې

شمسزيه داسې چې له تورو نه نغمې جوړوې
دکلي سيند درته راوړي څپې څپې خبرې
.

 

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com