|
ســائـــلــه اوس
نـــــوی مــــضمـــــون پــــکـار دی
پــــښــتــو ګــټـــلـــو لــــه
پـــــښــتــون پــــکـار دی
کـــــړو پـــــردو ژبــــو د خـــپـــل
ځــانــــه پـــردی
د خـــپــــلــــی ژبــــې
پـــوهـــنــــتــون پـــکــار دی

رحمت
شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸
هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی
د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی.
زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو
په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو
بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی
دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه
لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د
پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي |