د يوشهيد کيسه د يو شهيد له خولې ! (وروستی ټپه )
خدای زده چې دده په دې ليوني زړه څومره ډيره مينه وه . چې هيڅکله به يې هم ورځ زما د نه ليدلو نه ، نه تيروله . او چې کله به يې هم په بل ځای کې ونه موندلم . نو دارالحفاظ ته به را پسې راغی . خو دده ليوني ليونۍ مينې پرما هم دومره اغيز کړی و . چی کله به ما هم د ورځې په اوږدو کې ونه ليدلو . ډير به نا کراره وم .
زما ليوني جانان د خپلې ورځنې عمل له مخي زمونږ دارلحفاظ ته راغی . په خواو شا ځایو کې يې لټولی وم . خو په سترګو يې نه وم ورغلی .
هغه په دې پوهيده چې . زما دده په په خوږ غږ کې دا ټپه اوسروکی ډير خوښ وچی .
په اخرت کې به نارې کړم
طالب جانه وی کنه
له خدای به غواړم طالبان شنه څادرونه
طالبه ډير مې ياديدې
نو په لوړ غږ يې دا ټپه او سروکی د زړه له کومي په سوي غږ زمزمه کړل . په همدې شېبه کې . دده غږ ماته لکه د شپې د مين شپيلۍ وهونکي د شپيلۍ د غږ په څير زما په غوږونو کې نغمې وشيندلي .
ما هم لکه د يو مين ليوني په څير په لا لهانده ډول د بې صبرۍ منډه، ده هغه خواته وکړه . د هر کلي نه وړاندې يې راته وويل چې . ياره جانانه ولي رانه ځان پټوې ؟ .
دده دې معصومې پوښتنې او معصومه خيالونو مې په زړه کې څړيکې وکړې . زما په ليوني جانان کې د خپلې پاکې مينې پاکي دده په بدن او اروا کې هم له ورايه ځليده . کله هم دده جامې خيرنې نه وې او نه کله دده د جامو په ترتيب کې څه توپير راغلی و .
خو خدای پوهيږې چې ولي به د اوړي په وخت کې دده د مغز جوړښت جړ شو ؟ .
يوه بله ورځ بيا زما د ليدلو لپاره راغلی و . د دارالحفاظ د دروازې سره يو بل ليونی هم را پيښ شوی و . خو هغه خيرن و . جامې يې هم شکېدلې وې ، لاس او پښو پورې يې هم د خيرو پاړونه بار و . ده هغه ډير په مينه له لاسه را ونيو . په يو ښايسته انداز ورته لګيا شو . ګوره ياره داسې خيرن څوک نه ګرځي . پاکې د ايمان جز دی . که يې نه مني . ددې طالبانو نه پوښتنه وکړه . مونږ او د کوڅې ماشومان له دوي څخه را پنډ وو .
زما د ملګري سترګې په ماشومانو ولګيدې . اوبه يې په ماشومانو ور وشيندلې. ماشومان يې ترغۍ په ترغۍ کړل .
يوه زړه ښځه ورسره نږدې پاتې شوه . په دې يې هم اوبه ور وشيندلې . دې بل ليوني ورته وويل . دا مې مور ده ، دې ته اوبه مه ور شينده .
زما ليونې جانان په غوږ کې ګوته کيښوده . په بلبلي غږ يې د طالب جان سروکي کې دا ټپه زمزمه کړه چې :
خدای د زړو ښځو مرګی کړې
طالب جانه وی کنه
چی چيرته غم وي زړه غونجه ناسته وينه
طالبه ډير مې ياديدې .
وختونه تير شول ، کلونه لکه د ژمي د مازيګر په څير په منډه منډه لاړل . د هوسا شپو ورځو چتر مو له سره ونړيد . په ټول هيواد باندې د ناورين سور څادر وغوړيد .
د تورې بوړې په په جهادي مرکز کې ناست وم . يوه ډله نوي د ازادۍ مجاهدين راغلل . د ډلي د يوه تن په معصومه څهره مې سترګې ونښتې . د ښه شېبه ديدن نه وروسته يې خواته ورغلم . په ټيټ او نري غږ مې ورته د غوږ سره دا ټپه او د طالب جان سروکی زمزمه کړل .
زړه ته چې څو تسلې ور کړم
طالب جانه وی کنه
سترګو ليدلی بشر کله هيروينه
طالبه ډير مې ياديدې
دده په سترګو کې هم اوښکې را وخوټېدې او را ترغاړې ووت .
له يو بل نه د ځاريدلو شپې ورځې تيريدلې . د روسانو او ور سره مل د کمونيستانو يوې بې رحمې قوې زمونږ په مرکز يرغل راوړ . ميګ ٢٧ ډوله او څرخي جنګي الوتکو بمونه ورول . لري ويشتونکو توپونو هم بې واره خپلې نلۍ را تشولي . مونږه سره ډلي ډلي شو . زما ملګرۍ د يوې ډلي سره مل شو او زه د بلې ډلي سره . د مخه ښې په وخت کې په يو ريښتوني غږ کې د طالب جان سروکی او دا ټپه زمزمه کړل چې.
چې رخصت اخلې منګول راکړه
طالب جانه وی کنه
په زنکدن کې به يې د زړه د پاسه ږدمه
طالبه ډير مې ياديدې
ډير ريښتينی و د خپلې وروستنۍ ټپې په ويلو کې . د وطن د ازادی نه يې خپله اروا لوګی کړه .
پای

لونګ
 زيوريخ سويس