|
  
ځوانیمرګه اوزلیم
یوه مینه یوه ناز یوه ادا وه
یوه ښکلی نازنینه دلربا وه
خوږی سترګی محبت سره اشنا وه
هغه لاړه د عمرونو مسافر شوه
هغه لاړه مور او پلار یی په غم ژاړی
د ځوانی د مرګ بهار یی په غم ژاړی
زموږ کلی زموږ ښار یی په غم ژاړی
اوس هغه د مور او پلاره مرور شوه
تر سهاره پری د غم اوښکی جاری دی
مور او پلار یی اوس د غمه لیونی دی
نا امیده په جړا خپل او پردی دی
په ځوانی کی دا پیغلوټه چیرته سرشوه
نن اسمان دی په دی کلی راولیدلی
دلته هر سړی بی حده زوریدلی
دی ماتم کی هر چا ځان دی خپل ګڼلی
ښه ځوانی یوه ښکلا نن د نظر شوه
ربه ستا دنیا ده لویه ته بادشاه یی
هم د خان هم دغریب هم د ګدایی
ته په خپله په خپل کار باندی اګاه یی
نن خور لنډه می د لور خاوری په سر شوه
------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
ماین اشف جرمنی
٢٧/ ۶ / ۲۰۰۷
  
|