|

یار چه کړم
بیمار د لیونو په چم
دود شوم په انګار دسپیلنو په چم
تورو تورو سترګو حیا ناکو دی
ویوړه رانه زړه د زوریدو په چم
مستی ستا د سپین مخ له رڼا ځینی
شپه شوه راته ورځ ستا د شغلو په چم
یاره د یو خوږ نظر په تمه دی
یم په انتظار د تیر وختو په چم
سترګی دامید می درته پاته دی
مړ کړه را ژوندی دقصیدو په چم
سم د افغانی دود او دستور سره
خپل به شی نګار د مرکو په چم

|