|

د محبوب وطن
په غیږ کی ارام اوسه
زه په بل وطن مهاجر یم وطن وران دی
هغه سیمه ، هغه خلک ، هغه کلی
ټول وران شوی ویجاړ شوی مدفن وران دی
څوک په یو نوم څوک په بل نوم دی بیل شوی
دقومونو او دودونو مسکن وران دی
سر را پورته کړه د شعر خیال کی ګوره
ګدر وران پیغلی سرتوری ارمان وران دی
د پلرو او د نیکو پګړی بی قدره
دخوشحال اودمیرویس خوږچمن وران دی
په درشل مو دوطن دښمن میشته شو
افغانی ولس ته ښکلی ګلشن وران دی
-----------------------------------------------------
داشعر د مرحوم ملنګ جان د شلم تلین په ویاړپه هغه مشاعره کی
چه په کال ۱۹۹۷ کی جوړه شوی وه دکلمه شو

|