زړه ته کله کله راشی مایوسی
خفه کیږم د اشنا په دی دوستی

که له یوخوامی هجران زړګی کباب کړ
بیا د بلی خوا دی غم د بی وسی

عاقبت به می وکومی لورته بیایی
چه کولی چاته نه شم چاپلوسی

د خوارانو سره خوار یمه په تبعه
د خانانو دود می ځانته لمسوی

زه چه وګورم د ماتو زړونو خلک
پری زوریږمه بی حده خدای راستی

چه د عدل په بازار کله ورګډ شم
د سرو،سپینو فرق یی وینم سم دستی

زه په مینه د اشنا هسی صادق یم
چه مجنون ورته عاجزدی په دوستی

افغانی چه دکوم چا په مینه سوزی
د هغه نګار په مینه کړی مستی