|

محفل کی د یارانو ټنګ
ټکور چه وی نو ښه وی
خوښی او خوشحالی کی کلی کور چه وی نو ښه وی
پروا می د اشنا په ځان منلی ده نو ځکه
د یار په یارانه کی څه پیغور چه وی نو ښه وی
د ژوند په اوږدو لارو منزلونو او ستړیا کی
پدی جاراوجنجال کی د زړه زور چه وی نو ښه وی
څوک ناست دی غمازی کا څوک دښکلوسوداګردی
د ژوند په کار او بارکی لږ څه شور چه وی نو ښه وی
ځوانی چه می د یار قد او قامت سره ښکلا ده
خالونه یی په مخ کی دری څلور چه وی نو ښه وی
دیدن ته چه د یار په افغانی وعده ورځمه
سور شال ی پلو داره په سر خور چه وی نو ښه وی
---------------------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
کال ۱۹۹۹ مهاجرت

|