زه څوک د کوم ملیت د کوم زبان یمه زه؟
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

پښتون دی که تاجک که هزاره ددی وطن
ازبک نورستان که پشه ای دی یا ترکمن
ددی خاوری بچیان دی سره یو مو دی مدفن
تاریخ یم جوړونکی د زمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

دښمن مو په د نفاق کی یو تر بله بیلوی
په رنګ رنګ دسیسوموپه خپل مینځ کی جنګوی
په حیله او نیرنګ مو په قومو جلا کوی
اوس پوه زه د دشمن په بد ګمان یمه زه
بس دومر درته وایم چه افغان یمه زه

د توری په میدان کی هردښمن پدی پوهیږی
افغان باندی په زور او زیاتی کله کلی کیږی
خصلت مودمیړانی دی په دی هرڅوک پوهیږی
په عزم ، اراده کی با ایمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

راځی ای خوږو ورونو چه وطن سره اباد کړو
په پوهه هوښیاری باندی دا خپل غلیم برباد کړو
پیشرفت او ترقی ته افغانی عزم بنیاد کړو
بیا سولی ورورولی ته ارمغان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه