دګودر ملنګ
ددیدن کچکول په غاړه ستا د در ملنګ یم
زه په کورونو نه تاویږم د ګودر ملنګ یم
که یې دسرو شنډو ده یک رانه رسیږی خیر
زه وږی نه یم زه ملنګ یې دنظر ملنګ یم

ستا سپینی لیچې سپینې له بنګړو نه ډکې دی
ستا تورې سپینې سترګې له نشوو نه ډکې دی
زنګون راته بالښت کړه چې سرورباندې کیږدم
سرې شونډې دسرې کړی له مزو نه ډکې دی