څانګه

نيمخوا پيغلي څانګي ته


نوى موسم خو دي سپرلي، دي ژړيدلو نه و
د ميني وار و، دي زګيروو او ځوريدلو نه و

لايي يو ګل دي اميدونو سپړيدلى نه و
صياده خوار شي دا بلبل خو دي وژلونه و

دي ژوند له ښاخه دي تنكۍ څانګه را ماته كړله
دا نازك ښاخ خو لا هنوز دي ماتيدلو نه و

ګلبڼ دي سرو ماصومو وينو باندي ولړلو
داسي باران خو په دي بڼ دي اوريدلو نه و

اوس يي په وينو سره ګلونه پيغلي زلفو كي ږدي
په وينو سور ګل خو اوربل كي دي پييلو نه و

دي غنچوخولو كي دي خندا دي هوس وچه كړله
ګڼړه دا فصل دي موسكا او خنديدلو نه و؟

لومړنى ګل دي د سپرلي له ښاخه غوڅ ولي كړ؟
دي خندا وخت و ددي ګل، دي رژيدلو نه و

نوي كښتونه د سپرلي يي له ريښو و ايستل
ربه هنوز خو دا سيلاب دي بهيدلو نه و

چي بوراګان به يي ښايست ته په سجده پريوتل
دي ادب هغه ښكلى ګل، دي رږيدلو نه و