زنه باندې خال لرې

 
څه ښکلې جمال لرې


زه دې ليونى کړمه


څنګه سپين رخسار لرې

 
کور کې پيرادار لرې


خال د دوه ابرو په مينځ


جوړ علاقه دار لرې


سرې شونډې لبان لرې


زلفې ښاماران لرې


هروخت يې پيره کوي


پوزه کې بيزوان لرې


ښکلې مخ قمر لرې

 
ماغوندې نوکر لرې


مه ګوره چې مړ به شم


سترګو کې اثر لرې


سرې لبې شربت لرې


قدر او عزت لرې


له پوهه يم له رشيد سره

 
مينه محبت لرې