|

بل وطن کي
يمه د هجران شپې مې اوږدې شولې
څه و کوم خدايه دزندان شپې مې اوږدې شولې
هره ګړۍ هر ساعت په زړه کې مې لغمان ګرځي
داګر مې د ټل او پاکيستان شپې مې اوږدې شولې
تل مې د زړه خوښه وه چې ورشمه خپل کلې ته
وخته ورته تلم د قومندان شپې مې اوږدي شولې
هيرې به په ژوند نه کمه زه د مهترلام ميلې
کله به بيا ورشم د خفګان شپې مې اوږدې شولې
کله به دره د علينګار کې ښکته پورته شم
دغه مې ارمان ده د ارمان شپې مې اوږدې شولې
خدايه مهربانه وطنوال ذما ارام لرې
دلته اى رشيده د تاوان شپې مې اوږدې شولې

|