هغه رب لره پاکي ده چې قدير
دى
نه احتياج دقومندان نه د وزير
دى
روح يې واچوه ادم کې په يوان
له طوفان يې نوح ته ورکړ لو
امان
چې په قهر سره يې وکاوه نظر
قوم د لوط يې که په ځمکه کې
کسکر
چې پشه باندې يې حکم په مضمون
شو
د نمرود په غوږ د ننه اندرون
شو
په اوبو چې يې جاري که خپل
فرمان
د فرعون کار يې که ختم هم
زمان
چې ياري وکړله هغه ر ب قيوم
د داود په لاس کې اوسپنه شوه
موم
سليمان لره شاهي او رسالت
دواړه يې ورکړه خالق الله ته
يې کړه خدمت
د ايوب له غوښو کرم ته روزي
هسې ورکړهله چنجي يې غوښې
خوري
هم يو سف لره يې ورکه ښه هورت
وه په مصر کې شاهي اورسالت
بې له پلاره بندګان کړي بيدا
هسې
شيرخواره کړي په زانګو کې
ګوياهسې
نبات وباسي له ځمکې نه بيرون
اوپه ځمکه يې دننه که قارون
جې هر څه ته سترګې اړوم قدير
ه
ستا قدرت پکې ښکاريږي بې
نظيره
ستا د عشق په سمندر کې امواج
يوړم
بارى زه عبدالرشيد يې تاراج
ويوړم