کور کې پيره دار لرې څه و کړم


دوه سترګې خو مارلرې څه وکړم


زه مې خپل تقدير بتاعاشق کړمه


ته ځما اختيار لرې څه وکړم

 
شين خال د دلبره د ابرو په مينځ


جوړ علاقه دار لرې څه وکړم

 
نه شمه کتې وره بيرخوده شوم


داسې سپين رخسارلرې څه وکړم


پريښوده رشيد هغه کوڅه دتا


کلي کې اغيار لرې څه وکړم