چى د يارد زلفو هار يې شي په غاړه

دا محکوم د يارانې زاندان کې غواړه

چى هميش يې په اغزيو ګذاره وي

دې نه مرګ ښه دى ژوندون يې لکه شاړه

چى بوډا ويني خوبونه د زلميانو

ورنه پاتې شي هم دين هم دنيا دواړه

که تپوس د خپل اشنا کوې له چانه

لارې سرکې به وي بيادرته ولاړه

هم ګناه کړې هم پوهيږې پرې رشيده
زنده ګي د دارينو کړه ويجاړه