|
د عبدالرحمن باباد
ژوندليک
رحمن
بابا په ( ١٠٤٢ )
هجري کي په يوه غريبه
کورنۍ کي زېږېدلئ دئ،
په قوم مهمند او د
پلار نوم يې
عبدالستار دئ. دی په
( بهادر کلي ) کي
اوسېدئ. عبدالرحمن
په خپله زمانه کي يو
صوفي مشربه سړی وو.
ډېر شعرونه يې ويلي
دي.
د رحمان بابا شعرونه
د خلکو ډېر خوښ دي،
خلک دده په شعرو
باندي پالونه اچوي.
رحمان بابا په ( ١١١٨
) هجري کي مړ سوئ دئ.
رحمان بابا د دنيا
کارونه نه کول. دی به
تر يوې وني لاندي
ناست وو او شعرونه به
يې ويل چي د هغه کلي
خلک تر اوسه پوري هغې
وني ته د قدر په
سترګه ګوري.
د رحمان بابا شعرونه
ډېر ساده او اسانه دي. اخلاقي، ديني، اجتماعي او تصوفي شعرونه يې ويلي دي.
دده د شعرو کتاب د ټولو پښتنو خوښ دئ او په لوړه سترګه ورته ګوري
|