ای زما د زړه آرامـــــــــــــه راشــــــــــه راشـــــــه
سرو قده ګُل اندامه راشــــــــــــه راشــــــــــــــــه

چې همه واړه خوبان دې مُقــــــــتديــــــــان دي
د همه واړو امـــــــامـــــــــه راشـــــــــه راشـــــــه
بې تا نشته هېڅ حُــــــــرمــــــــت د عـــــاشقانو
د مُشتــــــــاقـــــــــواحتــــــرامـــــه راشـــه راشه
خدائ زده بيا به هسې وخت وي که بــه نه وي
زه وېرېږم له ايـــــــــــامــــــــــــه راشــــــه راشــه
نن هنګام دی که وفا کړې که جــــــــــفا کـــړې
چارې نه شي بې هنـــــــــګامـــــــه راشــه راشه
د ا جهان د مُسافرو يــــــــــــو رُبــــــــــــــاط دی
تله دي تله دي له دې ګـــــــرامــــــه راشه راشه
پري رويه، فرشته خويه، عنــــــــــــبر بـــــــويه
سُنبُل مويه لاله فــــــــــــامـــــــــــه راشــه راشه
شپه لا پرېږده رڼا ورځ راباندې شـــــــــپه شوه
د رحمان ماهې تــــــــمامـــــــــه راشــــــه راشـه