د سګرټو قرضدار

نن ملګرو خپلو كې سلا وكړه چې يو چكر وهو، بس ځينې ملګرو اروپايي خلتې پتلونونه، پښو ته اچولي وو په ښار كې لومړى د چرسو دوكا ته لاړو جوس، چپس او ايس كريم څه مو خوړل څه مو ليدل، سترګې مو د فلمونو دومره لېواله وې، بوټې بوټې راوتلې وې نزدې وو راولوېږي يا تلوېزيون وخوري، 2007 ماډل خرګاډى مو تر باغه كرايه كړ او په خوند او درېيم ګير كې يې د باغ لوري ته مزل لنډاوه كوز شو چې باغ ته ننوتو يو عسكر چې د سګرټو كوتۍ يې په په لاس كې او بل كړى سګرټ يې خوله كې ايښى و په امرانه لهجه يې راغږ كړ: دلته راشئ د ښوونځي نه ولې پټ شوي ياست؟ ښوونځي نه، نه يو پټ شوي نن د جمعې ورځ ده څه احمق دى د رخصتيانو ورځې هم نه پېژني، موږ ټولو ورو تكرار كړه، بنګهارى مو ورك شه په ما يې څه چې جمعه ده زه يې هم دلته مقرر كړى يم چې تاسې لوچكان چې ګيمونه او انجونو سره مو سراو كار دي لارې ته راولم تر څو قانون... اوس موږ څه كړي، ژبه مه وهئ چې درنه يې غوڅومه پوه شو يو ملګرى چې پاكستان ته كډوال شوى و د پوليسو په رمز ښه پوهېده ورته يې وويل ګوره عسكر جانه ته هسې په موږ شكمن شوي او غواړي له موږ څه بود كړي يوه انه هم راسره نشته نوره دې خوښه بنديان كوې او كه خوشې كوې مو، ښه خير نن مو لحاظ عسكر تر اوسه يو كوتۍ سګرټ ټول څكولي و اخرين سګرټ يې بل كړ په كراره يې وويل خو يوه كوتۍ سګرټ تاسې كولى شئ، پيسې خو نه لرو خو دا پوړۍ نصوار واخله، د سګرټو مو قرضدار خو بيا لوچكي ونه كړئ پوه شوئ؟