|
|
|
|
د پښتنو د حقونو غوښتونکی اسلامی ټولنه
!سلام او نیکی هیلی ګرانو دوستانو مونږ( د پښتنو د حقونو غوښتونکی اسلامی ټولنی) په نوم یوه داسی ټولنه جوړه کړی کومه چی په افغانستان کی د پښتنو حقوق د افغانستان دولت ، د بینولمیللی ټولنی او د ټولو هغه لوړ پوړو چارواکو څخه غواړی کوم چی .اوس د افغانستان په دولت کی کار کوی او یا اړه لری نن زه په ډیر خفګان سره دا وایم چی نن په افغانستا کی یا د پښتنو په کور کی د پښتو سره د میری مور په شان چلند کیږی. نن زمونږ په وزارتونو کی په پښتو لیکلو، پښتو ویلو او هتا په پښتو لوستلو زمونړ دولتی چارواکی شرمیګی او یا د نورو د ویری نشی لیکلی او ویلی، زمونږ په پوهنتونونو کی ٪20 پښتو ده،او مکتبونه هم همداسی وګڼی،زمونږ په ملی رادیو تلویزون کی دپښتو لپاره صرف 2 ساعته وخت ورکړل شوی دی، په نوم خو مونږ ډیر لیډران لرو، ډیر مشران لرو مګر کابل ته د رسیدو سره سم خپله خوله کګه کړی او د پښتو پر ځای فارسی یا انګلیسی شروع کړی،او زه پدی باور لرم که چیری دا حالت همداسی پاتی شو یو څو کاله نور نو انشالله مونږ .پښتانه به په خپل وطن کی په ویزه اوسیږو زمونږ بل کار دا دی چی مونږ غواړو د ټولو هغو کسانو کوم چی دا فکر کوی چی پښتانه ترورستان ، طالبان او بی تعلیمه دی، دا بی مفهومه خبری رد کړو او دنیا ته وښیو چی پښتانه روښان فکره دی پښتانه تعلیم یافته دی ، او پښتانه طالبان ندی بلکی د دوی څخه طالبان جوړکړی شوی دی،دحقوقو د نه ورکولو له وجی،په خپل وطن کی د ،خراب چلند ورسر د کیدو له وجی او همداسی نوری ډیری وجی دی پښتنو تل د ترورزم سره مبارزه کړی، پښتنو تل د نورو ملکونو او قومونو د نجات لپاره ځانونه اور ته اچولی او د هغی یو غټ مثال د روسه شکست دی، چی یورپ، امریکا،پاکستان او نور ډیر ملکونه یی د هغوی د شر څخه خلاص کړل، مګر د دی ټولو په بدله که پښتنو ته په لاس بدنامی ورغله نور هیڅ هم نه. .د پښتو یو متل دی چی وایی: ښه مکوه بد نشته، نن مونږ (پښتنو) سره هم همداسی وشو مګر بیا هم مونږ د نورو ملکونو او قومونو سره د ورور ولی په فضا کی ژوند تیرول غواړو، او صرف په خپل ملک .کی خپله برخه غواړو مونږ چی دا حالات ولیدل نو نور صبر رانه ونشو او یوه ټولنه مو د پښتنو د حقونو غوښتونکی اسلامی ټولنی په نوم جوړه کړه مونږ هیله لرو چی ټول لوستونکی به زمونږ دی ټولنی سره مرسته وکړی او دا پاک او د خیر کار به پر مخ بوځی ، مننه ارشد نور ( د پښتنو د خقونو غوښتونکیاسلامی ټولنی مشر) arshadnoor@gmail.com
|
|
|
|