پريږده پريږده

پريږده، پريږده چي اوږدي زلفي شانه كا
بيا به هله مستان مست په ميخانه كا
زه ددي ساقي په مكر ښه پوهيږم
سترګي توري كړي بيا زړونه نښانه كا
كړه مينا يي بيا زما له وينو ډكه
چي به دا ويني د چا په پيمانه كا
زړه مي سيخ كي د جفا اور ته نږدي كړي
چي تري وپوښتم نو مينه بهانه كا
چي تپوس تري د وصال دورځي وكړم
په خندا شي، بي پروا، خالي شانه كا
يو ساعت راته په ناز او ادا ګوري
بل ساعت، چال او چلند د بيګانه كا
په يوه لحظه مي يار، بله دښمن شي
په نازونو راته زړه، دانه دانه كا
دا خوبان د خپليدو نه دي (زګيرويه)
ګوره پام كوه چي تا به ديوانه كا