|
  
پــــښــتـو
ګـــــنـا د بـــــل چــــا نــــه ده دا زمــــونــږ خــپــلـه ګـــــنــا
ده
پــښــتـو، پــښــتـونــــولـی تــه اړولــــی چـــې مــو شــا ده
پــښـتـو تـــش ژبـه نـه ده دا د ژونـد ښـکـلــې قــانـون دي
پــښـتـو اود پــښــتـون تـــــورو کــې ښـــه لــویــه مانــا ده
چـې نـنګ وکـړی جانانه څوک پـښتو باندې پښتون شي
پـــښـتو پــخـپـلــه پـــت، ښــــیــګــړه تــــوره ا وفـــا ده
پــښــتـو چـې د پـــتـمـن پــښــتون اولــس د زړګـی سرده
د خــپــل وزیــر بــاچـــا لـــه لاســــــه ســــروهــــی تـــــالا ده
پــښـتون چـې څـوک کـړي مـشر او خاوند شي د کرسئ
هـــغـه بــس مـاتـه کـــړي دا د خــپــلــې پــښـــتــو مـــلا ده
بــاچــیان خو پښتانه تاریخ کې ډیر زیات دې تیر شوي
خـــو خـپـلـــه پــښـتو ژبــــه پــریـــښودلــی هــر بــاچــــا ده
بــاچــــا چــې د کـوم قـام، د قـام پــه ژبــه نـــــه پــوهــیـږي
دنـیـا کـې بـه څـنـګ ســیـال شــي تـمه څه د پر مختیا ده
پــښـتـون نـه ، غـېر بـل قام ســتوری دنیا کې چا لیدلی
چـې قـــام پــــــه اقـــــتــــدار وي او د ژبــی وتــــی ســــاده
  
|