راتـــه پـــاتــــی لـــه لــــویــــانـــــو دا پــیــغــام دی

چـــې د بــل پــه درنــاوی کــې درونـــد مـــقــام دی

 

کـه نــظـر دی خــپـل اوچـت ســاتــی نــو پــوه شــه

چـــــې لازم د بــــل نــــــظـر تــــه احــــــتـــــــــرام دی

 

د نــیـم ډک او د نـــیـم تـــش جــام بــیـلــګــه ګــــوره

چـې مــنــفـــی او هـــم مـــثـبـت رنــګ د کــلام دی

 

خــېـرخــواهــان وايــي نـیــم تـــش د اوبــوجــام دی

بـــدخــــواهــــان وايــي نــیـم تـش د اوبــو جــام دی

 

چــې د بــل پــه ســپــکـاوی کې درنـــښـت غـواړی

درونــد بــه نـــه شـــي تـــل پـــدې کـار نـــاکـام دی

 

چـــې دبــل د غــــلامــی ســــوچ لــری ســره کـــــې

ازاد نــــــه دی، د ده هـــــــم  ‌ذهــــــن غـــــــــلام دی

 

ســـتـوری وايــې دا مـــنــلــی ټـــــول جـــــهـان دی

خــپـلــواکــې بــنــیـادی حـــق د هــر یـــو قــــام دی