|
زه د
هـــــغــــه پــــلار نــــیکـــه رښـــتــــــــیــــــني زوی یــــم
چــــې پــــه
ګــــور کـــې مـــردانــه پــــروت ســور کـفن دې
 
اسحـــــاق
نـــنګیـــــــال پـــــــه ۱۳۳۵ لیـږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د
الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیـــږېـدلی دی. د پلارنوم یې
مــحــمد یــوسف دی. لـــومــړی یـــې د لـــغــمــان ولایــــت پــــه
روښــــان لیـسه کې زده کـــړې تـر سر کـــړې. لـــه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵
کال پوری په کـابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او له
فراغت وروسته دهــــمــــدغــــې اکــاډمــې تدریسی غړی شو. ژورنـــا
لیـــستیـــک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په
پیام ورځپـــاڼـــه کی دوام ورکړ. دلته یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره
کړه او هم یی زیـــاتــه موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې
د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننـــګیـــال د یــــوی لنډی مودی لپاره د
افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر
سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعــــر او
ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه
وروستـــــه وروستــــــه پــــیـــښـــور تـــه لاړ او هلته یی د
افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کــــی
کــــارپیل کـــــړ، چــی د ژونــــــد تــــر پــــایـــــه پــوری په
همدغه اداره کی په خدمت بـــــوخت و. اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز
لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یی یو
شمیر جایزی ګټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي.
اسحــــــاق نـــنـګیــــــال د ۱۳۷۷ لمــــــریـــــــز کـــــــــال
د ثـــــور دمیـا شتـــی پــــــــه اتــــــمــــــه د ۱۹۹۸
میــــــلادی کــــــــال د اپــریل په ۲۸ د ســـــــه شنـــــبـــې
پــــــــــــه ورځ د ۴۲ کـــــــــالــــــــــو پـــــــــه
عمــــــــــر د زړه د دریــــدو لـــــــه امــله د پیښور په خیبر
روغتون کې له نــــړۍ ستـــــــــرګــــــــــې پـــــــټــــــــې
کـــــــــړې او د لـــــغـــمـان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ
هدیره کی خاورته و سپارل شو.
انالله وانا الیه راجعون |