پـــسرلی دګل ځــواني ده یو څــــــــو ورځـي وی تــېـرېــږی

زه هغه پـسرلی غواړم چې تـــــــــــــل ځــوان وي نــه زړېــږي

 

چې د مینی پاچـاهــی وي جـــــــــذبــه زړه کــې د روری وی

امــن راشــي بــیا وطــن تــــــــــه، د زیــاتی کــډی بـارېـــږي

 

پــه نــظر پـابــنـدي نــــــــــــــه وي د هــر چــا نـــظـر ازاد وي

که بـاچـا وي که ګـــــــــداوي، يــو شـانـه حـق لـري ګـړېـږي

 

ستوری روڼ د خپلواکۍ وي، خوشحالی وي کور په کور

د پــښــتــو چمن سمسور وی او پښتون بـلبل چــغــېــږي