پرهر پرهر شوم د درمان غيږه کې
شومه پردی د خوږ جانان غيږه کې

هره يوه هيله مې ارمان ارمان شوه
شوه هره تاوه د ارمان غيږه کې

ما وی ګلانو ته به ساه راوړې
اوسپنې اورې د باران غيږه کې

له هرې خوا نه غم په مونږ رالويړې
رحم ورک شوی د اسمان غيږه کې

د پريښتو، د شيطان وشوه جوړه
پريښتې ناستې د شيطان غيږه کې

نيت د اغيار بې وسۍ خپلې کړم وريت
لمبه لمبه شومه د ځان غيږه کې

دغې پرهر ، پرهر ، پرهر وختو کې
( لونګ ) راوړې دې ګلان غيږه کې