په چا څه

په جار جار وايم، مين يم، په چا څه
كه خوشاله، كه غمجن يم، په چا څه
ذاهد وايي: محبت رنځ او عذاب دى
زه د خپل صحت دښمن يم، په چا څه
هيڅ پروا د عزت نه كړم محبت كي
بي عزته، كه پتمن يم، په چا څه
خال د زني ته سجده په افتخار كړم
زه هندو، كه بهمن يم، په چا څه
ناصح ښه كا چي مي غل د حسن بولي
زه ډاكو او كه رهزن يم، په چا څه
لاس مي تاو له تنكۍ غاړي د مينا كا
اوس هوښيار او كه كودن يم، په چا څه
پرهرونه د اغزو مي قبول كړي
ګرفتار چي په سمن يم، په چا څه
(زګيروى) پريږده چي بيمار ووايي ما ته
د يار مينه كي خوږمن يم، په چا څه